د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د جراحي ټيم له لوري د یو ناروغ د سر کوپړۍ هډوکي زیانمنتیا د ترمیم لپاره د کراینو پلاستي (Cranioplasty) عملیه په بریالي دول ترسره شوه.
د اعصابو جراحي ټیم غړی پوهندوی ډاکټر حسیب الله بها نجرابي وايي چې ناروغ شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې د سر شدیدې ضربې له امله د Epidural Hematoma ډول مغزي خونریزۍ سره مخ و او د حافظې ډېر خطرناک وضعیت په درلودلو سره یې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» علي آباد تدریسي روغتون ته مراجعه کړې وه.
د نوموړي په وینا د شدیدې خونریزۍ او د سر کوپړۍ په داخلي برخه د فشار له امله چې د ناروغ ژوند ته هم خطرناک و؛ ناروغ سمدلاسه د مغز خونریزۍ تخلیې تر عملیات لاندې ونیول شو. د عملیات په جریان کې د خونریزۍ ځای ته د لاسرسي او په مغز باندې د فشار کمولو لپاره یې د سر کوپړۍ د هډوکي یوه برخه لرې کړل شوه چې د لازمو مراقبتونو وروسته ناروغ د ښه روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.
ډاکټر نجرابي زیاتوي چې ناروغ څلور میاشتې وروسته د درملنې نورو پړاونو د بشپړولو لپاره روغتون ته مراجعه وکړه او د Cranioplasty عملیه ورباندې ترسره شوه. په دغه عملیات کې د سر کوپړي د هدوکي لرې کړل شوې برخه ترمیم شوه او له بهرنیو ضرباتو څخه د مغز حفاظت لپاره د (Titanium Mesh) تیتانیم فلز و کارول شو او ناروغ بیا هم د ښه روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.
