کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن هغه غوره محصلان چې په علمي، رقابتي سیالیو او د تحصیلي بهیر په آزموینو کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل.  

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۳۰
پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» امروز طی مراسمی، از محصلان ممتاز خویش که در رقابت‌های علمی و امتحانات روند تحصیلی دستاوردهای برجسته کسب کرده بودند، با اهدای لوح‌های تقدیر و جوایز، تقدیر کرد.

په دغه مراسمو کې د یاد پوهنتون یو محصل چې د اکزېټ په آزموینه کې یې د افغانستان په کچه دویم مقام او همدارنګه درې تنه محصلان چې د فارمکولوژي مضمون په رقابتي آزموینه کې یې لومړي درې مقامونه، د پوهنتون په کچه درې تنه نور محصلان چې د پسرلني سمستر په آزموینو کې یې لومړي مقامونه تر لاسه کړي وو او د پنځو بېلابېلو پوهنځیو  ۹۳ تنه غوره محصلان چې لومړي دویم او درېیم مقامونه یې ترلاسه کړي وو؛ وستایل شول. 

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابو الفیضان غوره محصلانو ته د دغه بریالیتوب مبارکي وویله او د محصلانو د مسوولیتونو او الهي احکامو په عملي کولو کې یې د هغوی د اهمیت په اړ خبرې وکړې. نوموړي د لا زیاتو هڅو، ژمنتیا، په تحصیلي مسیر کې د مسوولیت منلو او کامیابۍ  په ترلاسه کولو ټينګار وکړ. 
د غونډې په دوام یو شمېر نورو ویناوالو هم ویناوې وکړې او د محصلانو له لوري په علمي برخو کې د غوره مقامونو او لویو ویاړونو د ترلاسه کولو له امله یې خوښي څرګنده کړه. 

دغه مراسم غوره محصلانو ته د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسېدل او د محصلانو لپاره یې د ویاړ، هڅونې، لېوالتیا او سالم علمي رقابت فضا رامنځته کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۳۰
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن هغه غوره محصلان چې په علمي، رقابتي سیالیو او د تحصیلي بهیر په آزموینو کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل.  

په دغه مراسمو کې د یاد پوهنتون یو محصل چې د اکزېټ په آزموینه کې یې د افغانستان په کچه دویم مقام او همدارنګه درې تنه محصلان چې د فارمکولوژي مضمون په رقابتي آزموینه کې یې لومړي درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۲۶
Background image

...

کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د ورځنیو پروژو او اساسي اړتیاوو لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده. دغه بودیجه د روغتون په لس برخو کې چې د درملو ، طبي مصرفي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د یو ۱۶ کلن ناروغ د سر او غاړې د شاتنۍ برخې شاوخوا درې کیلو ګرامه  وزن لرونکې کتلې د لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره شو. 

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټر رحمت الله صلاح نورزی وايي چې ناروغ د هلمند ولایت اوسېدونکی و چې له تېرو لس کلونو راهیسې یې د سر او غاړې په شاتنۍ برخه کې له یوې ډېرې لویې کتلې څخه ځورېده. . .

BACK TO NEWS