په کابل طبي علومو پوهنتون کې د کتاب لوستلو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۲۲
نمایشگاه سه روزه کتاب خوانی در پوهنتون علوم طبی کابل افتتاح شد.

نن یکشنبه د روان کال د تلې پر ۲ له امریکایي اشغال څخه د هېواد د خپلواکۍ دوهمې کلیزې په مناسبت «د کتاب لوستنې دود خپرول» ترعنوان لاندې نندارتون په کابل طبي علومو پوهنتون کې د دغه پوهنتون د کتابتون لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي انتشاراتو ریاست په همکارۍ، د کابل طبي علومو پوهنتون د رهبرۍ  او د خصوصي ناشرانو د اتحادیې مسوولانو په ګډون د دریو ورځو لپاره جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل  شو.

د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست دوکتور مفتي اسدالله نجات وویل چې علم په کتاب کې دی او کتاب د انسان ښه ملګری دی، یو عالم خپل اند او فکر په کتاب کې وړاندې کوي تر څو خلک او ټولنه له هغه څخه ګټه واخلي، نوموړي زیاته کړه چې کتاب لوستل او مطلعه د تولنې او هېواد د پرمختګ سبب کېږي، دوکتور نجات وویل ځوانانو ته د مطالعې په اړه د ذهنیت ورکولو په موخه باید دا ډول پروګرامونه زیات شي تر څو ځوانان له مطالعې سره مینه او عادت پیدا کړي.

د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست په خپلو خبرو کې کتاب لوستلو ته د محصلینو د هڅونې تر څنګ وویل چې د تحصیل په دوره کې مطالعه او څېړنه د محصل لپاره اړینه ده او هغه کتابتون چې په دغه پوهنتون کې د دوی په اختیار کې دی له کتابونو څخه یې د علمي کچې لوړولو موخه ګټه واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتې معین مولوي مهاجر فراهي وویل چې په ځوانانو کې د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ پیکه کېدو لامل د ټولنیزو شبکو زیاتوالی دی چې ډېر ځوانان یې مصروف کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې دغه وزارت د کتاب لوستنې دودولو په برخه کې له هرې ادارې سره د داسې پروګرامونو په جوړولو کې مرسته کوي او د پوهنتونو له استادانو یې وغوښتل چې مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په خاطر له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته وکړي.

د دغه مراسمو په لړ کې د خصوصي ناشرانو اتحادیې رئيس سید عبدالله آغا، د ناشرانو استازي عبدالودود مختار زاده او د ذهنیت جوړنې مرکز مسوول ډاکټر منصور مجاب د دغه نندارتون پر موخو، د مطالعې پر اهمیت، ارزښت او د زده کړې او مطالعې پر تګلارو خبرې وکړې.

په دغه درې ورځني نندارتون کې د ناشرانو لخوا سلګونه مختلف کتابونه د مطالعې بنسټیز دودولود په موخه نندارې ته وړاندې شول. 
د خصوصي خپرندويه ټولنې د مسوولان په خبره په افغانستان کې ۱۵۰ خپرندويې ټولنې شته چې زیاتره دغه ناشران په بېلا بېلو عواملو سره زیانمن شوي دي، دوی  د مالیاتو لوړېدل او د ځای نشتون له خپلو عمده ستونزو څخه بولي.

د یادولو وړ ده چې په دغه نندارتون کې ناشران وایي له مطالعې او کتاب لوستلو سره د ځوانانو علاقه نه درلودل او ټولنیزو شبکو ته د ځوانانو مخه کول د دې لامل دی چې زموږ د کتابونو پلور کم شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د معلوماتو له مخې د تېرو درېیو میاشتو په جریان کې دغه روغتون  ۶۹ زره او ۳۰۴ تنه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په دغه خدماتو کې سراپا(OPD) معاینات، لوی او واړه جراحي عملیاتونه او د لابراتواري معایناتو، ECH، ECHO او الټراسونډ تشخیصیه خدمات شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د یادو خدماتو وړاندې کېدو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۱۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د راپور له مخې دغه روغتون په تېرو درېیو میاشتو کې توانېدلی چې ۳۷ زره او ۶۰۹ تنه ناروغانو  ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. 

یاد عواید د سراپا (OPD)، داخلې، لویو او وړو جراحي عملیاتونو، تشخیصیه معایناتو او داخل بستر خدماتو له برخو څخه راټول شوي دي. 

د یادولو وړ ده چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۹:۳۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند ستوماتولوژي تدريسي روغتون د راپور له مخې دغه روغتون په تېرو درېیو میاشتو کې د ۱۱ زره او ۱۱۵ تنه ناروغانو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه خدمات د داخلې، اورتودنسي، پروستو دنتکس، اورل ميډیسن، امپلنټ، لابراتواري او تشخیصیه معایناتو، د ماشومانو ستوماتولوژي، پریودنتولوژي، صغیره او کبیره جراحي عملیاتونو په برخو کې ترسره. . .

BACK TO NEWS