په علي آباد تدریسي روغتون کې د مرۍ سرطان جراحي بریالی عملیات ترسره شو
د علي آباد تدریسي روغتون د راپور پر بنسټ د سرطاني ناروغیو(انکولوژي) جراحي او داخلې ديپارټمنټ جراحانو او متخصصانو له لوري د مرۍ سرطان جراحي عملیات د لاپراسکوپي مک کیون ازوفاګکتومي په ډول بریالی ترسره شو.
د آنکولوژي ډيپارټمنټ آمر ډاکټر عبدالمنان باوري وایي چې دغه جراحي عملیات د یو ۶۰ کلن ناروغ چې د خوراک پرمهال د ډوډۍ تېرولو له ستونزې سره مخ و یاد روغتون ته مراجعه کړې وه چې له معایناتو یې د مرۍ سرطان تشخیص شو او د کیموتراپي په تطبیق سره یې جراحي عملیات بریالی ترسره شو چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی.
ډاکټر باوري زیاته کړه چې دا یو نادر او پېچلی عملیات و چې د هېواد په کچه د علي آباد تدریسي روغتون سرطاني ناروغیو په جامع مرکز کې ترسره کېږي.