په علي آباد تدریسي روغتون کې د مرۍ سرطان جراحي بریالی عملیات ترسره شو

IT_Director
Thu, Jan 09 2025 8:53 AM
عمل جراحی سرطان مری در شفاخانه تدریسی علی‌آباد موفقانه صورت گرفت

د علي آباد تدریسي روغتون د راپور پر بنسټ د سرطاني ناروغیو(انکولوژي) جراحي او داخلې ديپارټمنټ جراحانو او متخصصانو له لوري د مرۍ سرطان جراحي عملیات د لاپراسکوپي مک کیون ازوفاګکتومي په ډول بریالی ترسره شو.

د آنکولوژي ډيپارټمنټ آمر ډاکټر عبدالمنان باوري وایي چې دغه جراحي عملیات د یو ۶۰ کلن ناروغ چې د خوراک پرمهال د ډوډۍ تېرولو له ستونزې سره مخ و یاد روغتون ته مراجعه کړې وه چې له معایناتو یې د مرۍ سرطان تشخیص شو او د کیموتراپي په تطبیق سره یې جراحي عملیات بریالی ترسره شو چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی. 
 
ډاکټر باوري زیاته کړه چې دا یو نادر او پېچلی عملیات و چې د هېواد په کچه د علي آباد تدریسي روغتون سرطاني ناروغیو په جامع مرکز کې ترسره کېږي.

Latest news

Wed, Jan 15 2025 9:58 AM
Background image

.

Kabul University of Medical Sciences has equipped the Teaching Hospital of Stomatology, which has been facing a shortage of dental supplies due to an increase in patient numbers, by. . .

Tue, Jan 14 2025 11:34 AM
Background image

.

The Kabul University of Medical Sciences has procured a water purification machine valued at 300,000 Afghanis for the use of its employees and students. This machine has been installed. . .

BACK TO NEWS