مولوي عبدالرحمن مرحوم د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۹:۳۶
مولوی عبدالرحمن مرحوم بحیث معاون مالی و اداری پوهنتون علوم طبی کابل معرفی شد

مولوي عبدالرحمن مرحوم شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۷ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري او د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي لخوا، په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني او د دغه پوهنتون رهبري هیئت هم حضور درلود، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه استادانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس په اداره کې بدلون او تحول يو اصل وباله او داسلامي شريعت په رڼا کې يې د وظيفې پر ځانګړتياو خبرې وکړې او ويې ويل: "په ژمنتيا او اخلاص سره د مسووليت ترسره کول د خداى (ج) د عبادت وسيله ده" پوهنیار رحماني د تېر مالي او اداري مرستیال له دندو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او نوي مرستیال ته یې د بریالیتوب دعا  وکړه.

نوي مالي او اداري مرستيال د افغانستان خلکو لپاره خدمت او کار کول د اسلامي نظام مسووليت او صادقانه کار يې عبادت وباله، مولوي عبدالرحمن مرحوم له استادانو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې په بېلابېلو برخو او اداري چارو کې خپلې همکارۍ او مشورې ورسره شريکې کړي.

په دې غونډه کې پخواني مالي او اداري مرستيال خپلې تجربې شريکې کړې او ويې ويل چې په اسلامي نظام کې دنده دروند بار دئ او نوي مرستيال ته يې په ټولو اداري چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، پوهنتون رهبري هیئت، دیني علماء کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شو.

د سیمینار په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپله وینا کې دغه ډول ناستې د اسلام ستر پیغمبر (ص) میراث و باله او ویې ویل چې د دنیا او آخرت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره د درې ورځني دیني - علمي سیمینار دویمه ورځ د دغه پوهنتون رهبري هیئت، د هېواد جیدو علمای کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شوه.

د دغه سیمینار دویمې ورځې په پیل کې د آجنډا اړوند د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په اسلام کې د ښځو مقام، حقونو او واجباتو، د حجاب ارزښت او د بې حجابۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۲ کلن ناروغ د کيڼ لاس پرې شوې عصبي ريښې بیا ځل تړلو او ترمیم جراحي بریالی عملیات ترسره کړ. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر فهیم فهام وايي ناروغ د لاس له څنګل څخه تر ګوتو پورې  د حس نشتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې د ناروغۍ مخینې له کتنې، فزیکي او تشخیصیه معایناتو وروسته یې. . .

BACK TO NEWS