موضوع: کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو کادري روغتونونو ته د ۹۹ قلمه قرطاسیه باب او اړتیا وړ تنظیفاتي موادو تهیه او تدارک
Publish Date
Closing Date
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» ریاست په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوندو کادري روغتونونو د ۱۴۰۲ مالي کال د ۹۹ قلمه قرطاسې او اړتیا وړ تنظیفاتي موادو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطنامه دې د اعلان له نيټې وروسته تر ۲۱ ورځو پورې د پوهنتون له تهیه او تدارکاتو آمریت څخه په رسمي وخت کې تر لاسه کړي، د شرطنامې له مطالعې وروسته خپل نرخونه په شرطنامه کې د ذکر شویو شرایطو مطابق او تدارکاتو د طرزالعمل او قانون له مخې په مهرولاک شوې بڼه تسلیم کړي، ناوخته رسېدلي یا انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر ضمانت په بانکي ډول دی او د آفر خلاصولو جلسه په شرطنامه کې د ذکر شوې نېټې په ورځ له غرمې مخکې په ۱۰:۰۰ بجو د کابل طبي علومو پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې تر سره کيږي.