لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکايي سازمان سره په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه انلاین ناسته وکړه.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۸:۳۹
لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکايي سازمان سره په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه انلاین ناسته وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې اوسمهال افغانستان د طبي، په ځانګړي ډول سرطان ناروغانو د درملنې تجهیزاتو او متخصصینو ته جدي اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې زموږ د سرطان ناروغان د اقتصادي ستونزو او بهر هېوادونو ته د درملنې لپاره د تلو پر مهال له ډېرو کړاوونو سره مخ دي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د روغتیا په نړۍ کې نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکزونو او تجهیزاتو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. دغه راز هغوی ته یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو او په شفاف ډول د مرستې لګولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه د علي اباد تدریسي روغتون رئیس وویل چې په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطان ناروغانو د درملنې ۲۰۰ بستریز مرکز د ودانۍ چارې ۹۰٪ بشپړې شوي، خو اوسمهال په بله ودانۍ کې د ناروغانو درملنه کوو. د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو زیاته کړه چې موږ د سرطاني ناروغیو د درملنې وسایلو، لابراتوارونو او متخصصینو ته اړتیا لرو.

وروسته د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکایي سازمان رئیسې دوکتورس مینه سعید او غړو د افغانستان د سرطان ناروغانو د درملنې او په دې برخه کې د روغتونونو د جوړولو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۴/۴/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۹هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۰م

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي او بطني جراحي په ډيپارټمنټ کې د Radical Nephrectomy + I.V.C Thrombectomy + Lymphadenectomy  په نوم یو نادر او پېچلی عملیات بریالی ترسره شو. 

دغه جراحي عملیات د یاد ډېپارټمنټ متخصصو ډاکټرانو له لوري د کابل ولایت اوسېدونکي یو ۳۷ کلن ناروغ چې د پېچلې ناروغۍ له امله یې علي آباد تدریسي روغتون ته مراجعه کړې وه ترسره شو. 

د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصو ډاکترانو په هڅو سره؛ د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ اوسېدونکې ۶۰ کلنې ناروغې د ملاتیر د شوکي نخاع تومور بریالي جراحي عملیات ترسره کېدو وروسته ...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصو ډاکترانو په هڅو سره؛ د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ اوسېدونکې ۶۰ کلنې ناروغې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» اړوند په علي‌آباد تدريسي روغتون کې د Radiofrequency Ablation (RFA) او Radiofrequency Rhizotomy تخصصي علمي او عملي ورکشاپ د عصبي جراحۍ  څانګې د استادانو، متخصصينو، تريني ډاکټرانو او د اړوندو څانګو د ګډونوالو ...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» اړوند په علي‌آباد تدريسي روغتون کې د Radiofrequency Ablation (RFA) او Radiofrequency Rhizotomy تخصصي علمي او عملي ورکشاپ د عصبي جراحۍ  څانګې د. . .

BACK TO NEWS