د کابل طبي علومو پوهنتون عمومي رئیس د ترکیې هېواد له تاجرانو سره ولیدل
د کابل طبي علومو پوهنتون "ابوعلي ابن سینا" رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات، شنبه د روان کال د کب پر ۱۲ مه نېټه د نیت میت شرکت رئیس او ملي تاجر اولابي کوجر؛ د ترکیې د پارلمان پخواني وکیل او ملي تاجر ادریس ایهان؛ د ارکا شرکت رئيس او پروګرامونو تنظیم کوونکي نور الله محمود اوغلي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور نجات د ترکیې هېواد مېلمنو ته ښه راغلاست وویلو ترڅنګ په هېواد کې د وروستیو طبي لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
د کابل طبي علومو پوهنتون "ابوعلي ابن سینا" رئیس د افغانستان (اسلامي امارت) دولت او ترکیه هېواد تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړه او ټينګار یې وکړ چې د فرهنګي او ديپلوماتیکو اړیکو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ ښې تجارتي اړیکې هم شته.
ښاغلي دوکتور نجات په افغانستان کې د پانګونې او سوداګریزو امکاناتو د موجودیت په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د پانګونې لپاره د افغانستان (اسلامي امارت) د ملي او نړیوالو تاجرانو د پام اړولو لپاره لازم اقدامات تر سره کړي دي.
د ترکیې هېواد ملي تاجرانو په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د پانګهوالو او تاجرانو لپاره د امنیت له خوندیتوب څخه خوښي څرګنده کړه ، ټينګار یې وکړ چې د ترکیې هېواد تاجران په دغه هېواد کې په ځانګړي ډول د طبابت په برخه کې پانګونې ته لېوال دي.
دغه ترکي تاجرانو ژمنه وکړه چې د روغتیایي سکتور په تقویت کې په خاصه توګه د زړه ناروغیو د درملنې او په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال لابراتوار جوړولو په برخه کې به پانګونه وکړي.
په پای کې دغه هیئت له رفقی سناتوریم یا د علي اباد تدریسي روغتون د داخلې برخې څخه چې د بنسټ ډبره یې د ۱۳۱۰ کال په جواز کې اېښودل شوې ده او د جوړولو چارې يې په دوو کلونو کې د ترکیې هېواد له لوري پای ته رسېدلې؛ بیا د ۱۳۷۰ کلونو په جنګونو کې ورانه شوې وه؛ لیدنه هم وکړه چې په دغه برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي څو دغه تاریخي ودانی بیا ورغوي.