د کابل طبي علومو پوهنتون رییس د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۹:۵۷
رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با وزیر صحت عامه دیدار کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتی اسدالله نجات د عامې روغتیا له وزیر ډاکتر قلندر عباد سره د یوې ناستې په ترڅ کې د دغه دوو بنسټونو د ګډو همکاریو پر سر او د تخصص کریکولم، د ماسټرۍ پروګرامونو او د طبي توکو د مرستې په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ګډو همکاریو ته په اشارې سره وویل: چې د دغه دوو بنسټونو فعالیتونه یو بل سره تړلي دي، ځکه کابل طبي علومو پوهنتون د ځوانو ډاکترانو په روزنه کې مخینه او د روغتیا په برخه کې  بشري ځواک روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.

د یادونې وړه ده چې د دغه لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر لا زیاتې همغږۍ، د کابل طبي علومو پوهنتون او عامې روغتیا وزارت تر منځ په همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

د لابراتوار څانګې د ظرفیت لوړونې او روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون لابراتوار لپاره له دوه میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت لابراتواري مواد او تجهیزات وپېرل شول.  

په دغه تجهیزاتو کې د لابراتوار اړین توکي، د تشخیصي آزمایښتونو اړین توکي او ځینې تحصصي تجهیزات شامل دي چې د تدارکاتي پړاونو له بشپړېدو وروسته د یاد روغتون لابراتوار څانګې ته وسپارل شول. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون او ترکیې هېواد د همکاریو او همغږۍ بنسټ تر منځ د ګډو همکاریو په موخه د ټیکا بنسټ رئيس فاضل اکن اوردغان د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» له رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان سره لیدنه وکړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا»   رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه بنسټ استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان تحصیلي نظام. . .

BACK TO NEWS