د کابل طبي علومو پوهنتون رییس د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل

IT_Director
Thu, Dec 28 2023 9:57 AM
رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با وزیر صحت عامه دیدار کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتی اسدالله نجات د عامې روغتیا له وزیر ډاکتر قلندر عباد سره د یوې ناستې په ترڅ کې د دغه دوو بنسټونو د ګډو همکاریو پر سر او د تخصص کریکولم، د ماسټرۍ پروګرامونو او د طبي توکو د مرستې په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ګډو همکاریو ته په اشارې سره وویل: چې د دغه دوو بنسټونو فعالیتونه یو بل سره تړلي دي، ځکه کابل طبي علومو پوهنتون د ځوانو ډاکترانو په روزنه کې مخینه او د روغتیا په برخه کې  بشري ځواک روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.

د یادونې وړه ده چې د دغه لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر لا زیاتې همغږۍ، د کابل طبي علومو پوهنتون او عامې روغتیا وزارت تر منځ په همکاریو ټینګار وکړ.