د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د قطر سرې میاشتې ټولنې له استازي سره لیدنه وکړه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۱۷
رئیس پوهنتون علوم طبی کابل با نماینده جمعیت هلال احمر قطر دیدار کرد.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د قطر سرې میاشتې ټولنې له استازي احمد العثماني او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه پوهنتون د روغتیایي مؤسسو چارو مرستیال دوکتور محمد هاشم ځاځي او د طبي زده کړو پراختیا رئیس پوهنوال دوکتور محمد ولي ناصري هم حضور درلود، ليدنه وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې یې پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې. 

دوکتور مفتي اسدالله نجات د قطر هېواد سرې میاشتې ټولنې استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ له دغه پوهنتون سره د همکاریو په موخه مننه وکړه او ویې ویل: چې کابل طبي علومو پوهنتون دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول د زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې چمتو دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انستیتیوت په دې وروستیو کې د زړه ناروغیو د تشخیص، درملنې او پېچلیو عملیاتونو په تر سره کولو کې ښې لاسته راوړنې لري چې د قطر هېواد سرې میاشتې ټولنې په مرستو سره به دغه لاسته راوړنې لا زیاتې شي.  

د قطر سرې میاشتې ټولنې استازي احمد العثماني د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه هیئت په ځانګړې توګه د دغه پوهنتون رئیس له نیک نظر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه بنسټ د افغانستان په کچه د زړه ناروغیو د تشخیص، درملنې او د زړه پېچلیو عملیاتونو د مالي ملاتړ په برخه کې همکاریو ته چمتو دی. 

احمد العثماني او ورسره پلاوي د صدري او قلبي وعایي ناروغیو انسټيټیوټ څخه د لیدنې تر څنګ د دغه انستیتیوت مشرتابه هیئت سره د دغه انسټيټیوټ د خدماتو، ستونزو او امکاناتو په اړه خبرې وکړې او له دغه انسټيټيوټ سره یې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه. 

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې سویسي ډاکټرانو افغانستان ته سفر کړی و او د صدري قلبي وعایي ناروغیو انسټيټيوټ د ډاکټرانو په همکارۍ یې د زړه ۱۰ پېچلي عملیاتونه په بریالي ډول تر سره کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال رهبري شورا لومړۍ ناسته د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د شورا غړیو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس د ۱۴۰۴ کال فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته رواړنو ته اشاره وکړه او د پوهنتون او روغتونونو د مسولینو او کارمندانو له ريښتینو هڅو او زیار څخه چې خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو،

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د علي‌آباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع. . .

BACK TO NEWS