د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۱:۲۲
د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جماد الثاني میاشتې پر ۲۳مه نېټه د نشراتو کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د کابل طبي علوم پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ ترسره شوه د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال محمد اشرف غیرت سربېره د کمېټې نور غړو هم حضور درلود.

په دغه ناسته کې د استادانو د علمي- څېړنیزو مقالو او علمي ژباړو ترڅنګ د پوهنتون پر مهمو نشراتي مسایلو لکه: د پوهنتون علمي مجلې د جواز، د پوهنتون لوګو او مُهر، د پوهنتون لوحې او د نشراتو کمېټې کاري طرزالعمل په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه چې د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او غونډه په دعاء ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د افتخاري درسونو پروګرام د یو شمېر محصلانو په ګډون د هیواد مخورو علمای کرامو لخوا په دغه پوهنتون کې پیل شو.

دغه پروګرامونه د عصري او مسلکي علومو د زده کړې تر څنګ له دیني علومو، عقیدتي او اسلامي ارزښتونو سره د محصلانو د لا بلدتیا په موخه ترسره کېږي څو محصلان وکولای شي د تخصصي زده کړو سربېره له. . .

BACK TO NEWS