د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه

IT_Director
Tue, Jan 17 2023 11:22 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جماد الثاني میاشتې پر ۲۳مه نېټه د نشراتو کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د کابل طبي علوم پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ ترسره شوه د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال محمد اشرف غیرت سربېره د کمېټې نور غړو هم حضور درلود.

په دغه ناسته کې د استادانو د علمي- څېړنیزو مقالو او علمي ژباړو ترڅنګ د پوهنتون پر مهمو نشراتي مسایلو لکه: د پوهنتون علمي مجلې د جواز، د پوهنتون لوګو او مُهر، د پوهنتون لوحې او د نشراتو کمېټې کاري طرزالعمل په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه چې د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او غونډه په دعاء ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

BACK TO NEWS