د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي حمید الله حافظ نیازي د لوی اختر له رخصتیو وروسته د محصلانو د حاضرۍ کنټرول او په تحصیلي چاپېریال کې د نظم او دسپلین خوندیتوب په موخه د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې د درسي بهیر نظارت وکړ.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۱۹
مولوی حمیدالله حافظ نیازی آمر انسجام خدمات محصلان ، پس از رخصتی‌های ایام عید سعید قربان، به هدف کنترول حاضری محصلان و تأمین نظم و دسپلین در محیط آموزشی، از جریان دروس در پوهنځی‌های مختلف این پوهنتون نظارت کرد.

په دغه نظارت کې د محصلانو د حاضرۍ وضعیت، ټولګیو نظم، او د استادانو او محصلانو له لوري د روزنیزو طرزالعملونو مراعاتولو کتنه وشوه. همدارنګه د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر له محصلانو وغوښتل ترڅو په اغېزمنه توګه له تحصیلي فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې سره د خپلو علمي ظرفیتونو د لوړوالي لپاره  هڅه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS