د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي حمید الله حافظ نیازي د لوی اختر له رخصتیو وروسته د محصلانو د حاضرۍ کنټرول او په تحصیلي چاپېریال کې د نظم او دسپلین خوندیتوب په موخه د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې د درسي بهیر نظارت وکړ.

په دغه نظارت کې د محصلانو د حاضرۍ وضعیت، ټولګیو نظم، او د استادانو او محصلانو له لوري د روزنیزو طرزالعملونو مراعاتولو کتنه وشوه. همدارنګه د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر له محصلانو وغوښتل ترڅو په اغېزمنه توګه له تحصیلي فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې سره د خپلو علمي ظرفیتونو د لوړوالي لپاره هڅه وکړي.