د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د اسلامي امارت له راتګ وروسته له کلینیک څخه روغتون ته ارتقاء وکړه چې له ارتقاء وروسته د ودې او پر مختګ او ناروغانو لپاره د زیاتو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه نوې څانګې رامنځته شوې. 

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۲:۲۸
شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی پوهنتون علوم طبی کابل بعد از حاکمیت دوباره امارت اسلامی از کلینیک به شفاخانه ارتقا کرد که بعد از ارتقای این شفاخانه بخش‌های جدیدی به هدف انکشاف، توسعه و عرضه خدمات بیش‌تر برای بیماران ایجاد شد.

په دغه څانګو کې د غاښونو کېنولو(اېمپلنټ)، د ژامې جراحي عملیات‏خونه، نرسنګ، انستیزي، په پډياټریک دنتسټري ديپارټمنټ کې والدینو ته د مشورې ورکولو، ماشومانو جراحي او د ژامې جراحي عاجلې څانګې شاملې دي چې هره ورځ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د یادولو ده چې د یادو څانګو په رامنځته کېدو سره په دغه روغتون کې روغتیایي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زمینه د مخکې وختونو په پرتله زیاته شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۷
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر غړیو او د امارتي

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري؛ د مسلکي او تخصصي زده کړو د کیفیت لوړوالي او پراختیا په برخه کې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ماسټرۍ، تخصص، فوق تخصص او فلوشیپ د نوېو تحصیلي برنامو رامنځته کېدل تایید شول.   

په دغه برنامو کې د نرسنګ پوهنځي د نرسنګ ماسټرۍ، په طب پوهنځي کې د نفرولوژي ، د جدي مراقبتونو او سرطاني ناروغیو فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټونه، په قابلګي پوهنځي کې د نیوناتولوژي او په طب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ  د ژوند، سیرت او شخصیت په اړه د محصلانو د پوهې کچې د لا زیاتوالي په اړه د « سیرت النبي ﷺ » تر عنوان لاندې د پوهاوي او علمي کنفرانس د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو یو شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.  

په دغه کنفرانس کې وینا والو د رسول الله ﷺ  د سیرت، دعوت او رسالت پړاونو او په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د بیغمبر ﷺ  په ژوند کې د رامنځته شویو پېښو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې. . .

BACK TO NEWS