د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون کې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کېدو په موخه د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د سترګو توموګرافي (Optical Coherence Tomography) یو پایه ماشین مرسته وشوه.
له دغه ماشین څخه د سترګو داخلي شبکیې، بیروني شبکیې، د سترګو روغتیا سنجش، د سترګو بدلونونو اندازه کولو او سترګو شبکیې د ډېرو ناروغیو د تشخیص او څارنې لپاره ګټه اخیستل کېږي.
د سترګو تدریسي روغتون مسوولین وایي چې یاد ماشین د هانګ کانګ هېواد یو ډاکټر Nim Chung Chan له لوري مرسته شوی چې د دغه ماشین څخه په ګټه اخیستنې سره به د سترګو ناروغیو په تشخیص او درملنه کې زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.