د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون کې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کېدو په موخه د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د سترګو توموګرافي (Optical Coherence Tomography) یو پایه ماشین مرسته  وشوه. 

IT_Director
Wed, Jan 29 2025 10:23 AM
یک پایه دستگاه توموگرافی چشمی (Optical Coherence Tomography) به ارزش 3.7 میلیون افغاني به شفاخانه تدریسی چشم پوهنتون علوم طبی کابل به هدف عرضه خدمات صحی بهتر مساعدت شد.

له دغه ماشین څخه د سترګو داخلي شبکیې، بیروني شبکیې، د سترګو روغتیا سنجش، د سترګو بدلونونو اندازه کولو او سترګو شبکیې د ډېرو ناروغیو د تشخیص او څارنې لپاره ګټه اخیستل کېږي.

 د سترګو تدریسي روغتون مسوولین وایي چې یاد ماشین د هانګ کانګ هېواد یو ډاکټر Nim Chung Chan له لوري مرسته شوی چې د دغه ماشین څخه په ګټه اخیستنې سره به د سترګو ناروغیو په تشخیص او درملنه کې زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.

Latest news

BACK TO NEWS