د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو لپاره درې تنه ملا امامان معرفي شول.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۱:۴۱
سه تن به حیث ملاامامان در شفاخانه های کادری پوهنتون علوم طبی کابل معرفی شدند.

په تدریسي روغتونونو‏کې د کارمندانو د دیني پوهې لوړولو، معنوي او اصلاحي پروګرامونو جوړولو او جماعت ادا کولو په موخه درې تنه د ملا امام په توګه د دغه پوهنتون اړوند علي آباد او میوند تدریسي روغتونونو او د سینې زړه او رګونو ناروغیو په انسټېټیوټ کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ شاکرالله وحدت له لورې په داسې حال کې چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم هم حضور درلود معرفي او وګومارل شول.

مفتي روحان الدین رشید د میوند تدریسي روغتون، مولوي خلیل الله معصوم د علي آباد تدریسي روغتون او مولوي احمد سعید د سینې زړه او رګونو ناروغیو په انسټېټیوټ کې د امامانو په توګه معرفي شول.

د پېژندنې په بهیر کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس دغه امامانو ته په ور‏ سپارل شویو دندو او مسوولیتونو کې د لوی خدای(ج) له دربار څخه د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS