د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رئیس په روغتیایی چارو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سلاکاری میرمن سحر عمران سره وکتل.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۲:۱
رییس پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن‌سینا با محترمه خانم سحر عمران مشاور صحی جلالت‌مآب رییس جمهور اسلامی افغانستان ملاقات کرد

د کابل ابو علی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر وحیدالله مومند د سه شنبې په ورځ (د 1400 کال د وری په لسمه نیټه) د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د روغتیا سلاکارې میرمن سحر عمران او د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی معلوماتو سیسټم (HMIS) ټیم سره وکتل. په دې ناسته کې ښاغلو معاونینو، د پوهنځیو رییسانو، د کادری روغتونونو رییسانو، د بشري سرچینو آمر او د دې پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژۍ مرکز آمر هم برخه اخیستې وه.

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رئیس، د میلمنو له راتګ څخه د مننې پرمهال، HMIS سیسټم د دې پوهنتون د کادری روغتونونو د روغتیا کارمندانو او د روغتیایی خدماتو غوره مدیریت لپاره مهم او اړین وګاڼه او ددی سیسټم په پلی کولو یی ټینګار وکړ.

همدارنګه په دې کتنه کې، په کادری روغتونونو کې د HMIS سیسټم پلي کولو او د دې پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځی زده کړیالانو د روزنې په اړه هراړخیز بحثونه تر سره شول، چی د ولسمشر د روغتیایی چارو د سلاکار دفتر او د عامی روغتیا وزارت د HMIS ټیم په پورتنۍ برخو کی د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۴ - ۱۱:۴۶
Background image

خبرتیا

د هغو ګرانو داکترانو څخه چې د لوړو زده کړو وزارت د تخصصي روزنې په پروګرام کې یې برخه اخیستې او بریالي شوی دي او نومونهیې په لاندی لست کې شامل دي، غوښتنه کیږي چې تر راتلونکو لسو ورځو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۸:۴۵
Background image

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون او د ا.ا.ا. د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه غړو ګډه ناسته

1400 کال، د تلې 6 مه

د کابل ابوعلی ابن سینا طبي علومو پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت ګډه ناسته د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د رئیس ښاغلی ډاکټر محمد اقبال حماد، د لوړوزده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۲:۱
Background image

د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رئیس په روغتیایی چارو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سلاکاری میرمن سحر عمران سره وکتل.

د کابل ابو علی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر وحیدالله مومند د سه شنبې په ورځ (د 1400 کال د وری په لسمه نیټه) د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د روغتیا سلاکارې. . .

BACK TO NEWS