د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون او د ا.ا.ا. د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه غړو ګډه ناسته

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۸:۴۵
د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون او د ا.ا.ا. د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه غړو ګډه ناسته

1400 کال، د تلې 6 مه

د کابل ابوعلی ابن سینا طبي علومو پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت ګډه ناسته د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د رئیس ښاغلی ډاکټر محمد اقبال حماد، د لوړوزده وزارت د نشراتو، ارتباطاتو او عامه اړیکو چارسمبال رئیس ښاغلی ډاکټر سیلاب دلاور، ښاغلی شیخ الحدیث شاه محمد، معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداری کارکوونکو په ګډون د ابوعلی سینا بلخی په لوی تالار کی ترسره شوه.

غونډه د لوی خدای (ج) د کلام په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې، د پوهنتون رئیس ډاکټر محمد اقبال حماد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي امارت بریا او په هیواد کې د اشغال پای مبارکي ټولونکې ته وویله او د پوهنتون له ټولو استادانو او کارمندانو یې وغوښتل چې د مسلکی کادرونو د ښوونی او روزنی د پرمختګ او د هیواد په ودانولو کی سره ګډی هڅی وکړی او د ټولو استادانو او روغتیایی پرسونل چی د وګړو د روغتیا لپاره ستونزی ګالی مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو چارسمبال رئیس ښاغلی ډاکټر سیلاب دلاور د قران او ساینس او ​​د دې سپیڅلي کتاب د معجزو بیلابیلو ابعادو په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې مفصل معلومات وړاندې کړل.

په یاده غونډه کې، ښاغلی شیخ الحدیث مولوي شاه محمد د افغانستان د اسلامي امارت د پلانونو او اهدافو په اړه خبرې وکړې او د بښنی، سولې، امنیت او د اسلام د سپیڅلي دین د حاکمیت په اړه یې لازم توضیحات ورکړل. او د امنیت، هوساینی او زده کړو په اړه یی په ​​ټول هیواد کې ډاډ ورکړ او ټول استادان او کارمندان یې کار کولو او زیار ایستلو ته وهڅول.

همدارنګه، د پوهنتون علمی مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخیل، د طبي زده کړو پراختیا رییس پوهاند ډاکټر احمد فرید برنایار او د پوهنتون د اسلامي ثقافت څانګې استاد پوهندوی عبدالخالق مصباح پر خپل وار د استادانو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې له هیڅ ډول هڅو د هیواد د پرمختګ لپاره ډډه نه کوي او په دولتي پوهنتونونو کې د زده کړیالانو د زده کړو د ژر تر ژره پیل کیدو غوښتونکی شول.

غونډه د یاد پوهنتون د اسلامی ثقافت څانګی استاد، پوهنمل سیدآقا سائس په دعائیی سره پای ته ورسیدله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن‌سینا د نشراتو کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

نن سه شنبه (۲۷/ثور/۱۴۰۱) د نشراتو کمېټې میاشتنۍ غونډه د دغه کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه چې د اجنډا له مخې، د پوهنتون د استادانو علمي آثار، تالیف او ژباړې، اسناد او مدارک وڅېړل شول او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۸:۴۴
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د میوند تدریسي روغتون لپاره نوی رییس د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دغه روغتون ډاکترانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو

۱۴۰۱/۲/۲۶

۱۴۴۳/۱۰/۱۶

د میوند تدریسي روغتون د نوي رییس محترم ډاکتر نورستان شینواري د معرفي په مراسمو کې، د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال محترم انجنیر عظیم الله کامران. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د سینې، زړه او رګونو د ناروغیو په انستیتیوت کې د اور د مخنیوي او د هغې د مړه کېدو په اړه سیمینار ترسره شو

یکشنبه (۱۸ ـ ثور ـ ۱۴۰۱)

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انستیتوت ډاکترانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اور د مخنیوي او د هغې د مړه کېدو په اړه، په داسې. . .

BACK TO NEWS