د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړیو لپاره د څېړنې لارښود اړوند ورکشاپ دایرول

IT_Director
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۹:۵۶
تدویر ورکشاپ آموزشی

د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې (دلو) میاشت په ۲۰ نېټه د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړاوي لپاره د نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) په ملاتړ د علمي څېړنو د آمریت له لوري ورکشاپ دایر شو. دا ورکشاپ د یاد پوهنتون د علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل په وسیله پرانیستل شو.

د طبي علومو پوهنتون علمي معاون د دې ورکشاپ دایرول د ټولو ګډونوالو د علمي او څېړنیزې پوهې د ودې او پراختیا لپاره اړین او ګټور وباله او داسې ټینګار یې وکړ، چې د څېړنې د کړنلارې او میتودولوژۍ پر پوهېدو سربېره د څېړونکو لپاره د ارقامو پوهه او ارزونه هم یو اړین او اساسي مورد بلل کېږي.

همدارنګه ښاغلي پوهاند امرخېل د دې ورکشاپ د دایرولو په برخه کې د نړۍ د روغتیایي سازمان (WHO) له ملاتړ څخه مننه وکړه او د طبي علومو له پوهنتون سره د یاد سازمان له مرستو او اکادمیک ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

همدارنګه د طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو آمر ښاغلي پوهاند ډاکتر عبدالواسع سلطاني د یاد کنفرانس په اړه ټولو ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: ټول هغه موارد چې د علمي څېړنیزې مقالې د لیکلو لپاره اړین دي هغه به په دې ورکشاپ کې بحث او تدریس شي.

په دې ورکشاپ کې د یاد پوهنتون ۶۰ تنه علمي کادرونو ګډون کړی او د درې اونیو لپاره دوام کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۴:۵۶
Background image

د تدریس اړوند محصل محوره زده‌کړو (OBE-SCL) په اساس په کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون کې د ښوونیز ورکشاپ دایرول

دا ورکشاپ د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲ نېټه د ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د محترم رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند په حضور سره د دې پوهنتون د طبي زده‌کړو پرمختیا په. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۹:۵۶
Background image

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړیو لپاره د څېړنې لارښود اړوند ورکشاپ دایرول

د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې (دلو) میاشت په ۲۰ نېټه د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړاوي لپاره د نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) په ملاتړ د علمي څېړنو د آمریت له. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د کابل پولی تخنیک او شهید رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د "کرونا نوي ویروس" د پوهاوي اړوند کمپاین

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د خپل علمي او روغتیایي رسالت په پېژندنې او خپل هیواد پالونکي حس له امله د خپلو فعالیتونو په لړ کې دا ځل د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې (دلو) میاشتې. . .

BACK TO NEWS