د پوښتورګو پر سرطان اخته ناروغ له اته میاشتو وروسته خپله روغتیا لاسته راوړه  

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۳:۲۴
بیماری مبتلا به سرطان کلیه بعد از هشت ماه صحت یاب شد

د پوښتورګو پر ناروغۍ اخته ۲۰ کلنه نجلۍ چې په هېواد کې د ننه او بهرنیو هېوادونو کې د درملنې لپاره یې بېلا بېلو روغتونونو ته مراجعه کړې وه، وروسته له اته میاشتو د کابل طبي علومو پوهنتون په علي آباد تدریسي روغتون کې د لازمو معایناتو وروسته یې د پوښتورګې پاسنۍ برخې جراحي عملیات په بریالي ډ،ل تر سره شو. 

د علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي ډيپارټمنت ډاکټر پوهنمل محمد آصف عادلیار وویل: دغه ناروغ چې ۲۰ کاله عمر لري، د بدن اړخونو درد، بدن خولې کېدلو او زړه زیات ضربان درلودلو له امله دغه روغتون ته مراجعه کړې ده چې له لازمو معایناتو وروسته یې عملیات په بریالي ډول تر سره شو. 

ډاکټر عادلیار زیاته کړه چې د ناروغ وضعیت له جراحي عملیات وروسته په ښه کېدو دی.

له بلې خوا د ناروغ خپلوان وايي چې د درملنې لپاره یې مختلفو روغتونونو ته مراجعه کړې مګر پایله یې نه درلوده، اوس چې په دغه روغتون کې تر درملنه لاندې نیول شوی او عملیات یې په بریالي ډول تر سره شوی، خوښي څرګندوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

...

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د تدريسي او اداري تعميرونو د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د دغه پوهنتون د کوچني حوض ترميم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو (Cervical Disc Replacement) پېچلی او تخصصي عملیات په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ له لوري په ۱۴۰۴ کال کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون او ۹۹۲ زره افغانۍ عواید را ټول شوي دي.

د وړاندې شوي راپور له مخې دغه عواید د تشخیصیه خدماتو، درملنې او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو لرونکو ناروغانو د تخصصي مراقبتونو له لارې تر لاسه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د یاد انسټېټیوټ. . .

BACK TO NEWS