د میکروب ضد درملو پر وړاندې د میکروبونو مقاومت لومړنی کلنی کنفرانس دایر شو. 

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۳۷
نخستین کنفرانس سالانه مقاومت میکروب‌ها در مقابل ادویه ضد میکروب برگزار شد

کابل طبي علومو پوهنتون دغه کنفرانس د میکروب ضد (انټي بیوتيک) درملو د مصرف او د هغه علمي څېړنو د پایلو شریکولو په موخه چې د دغه بنسټ د علمي غړیو لخوا د "په خپل سر" درمل خوړلو ، د درملو اندازه، د میکروبونو په مقابل کې د انټي بیوټيک مقاومت رامنځته کېدو لاملونو  او میکروب ضد درملو څخه ناسمې ګټه اخیستنې د عوارضو په اړه د عامه پوهاوي په موخه د Getz Pharma  کمپنۍ په همکارۍ جوړ کړ. 
د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات د انټي بیوټيک درملو مصرف د انسان ژوند لپاره مهم وباله او ویې ویل چې د انټي بیوټيک درملو څخه د ګټه اخیستنې په اړه باید په ښه ډول پوهاوی ترسره شي، د میکروب ضد درملو ناسمه کاورنه او په خپل سر د انټي بیوټيک درملو کارول د دې سبب شوی چې پر ډېرو ناروغانو اغېز ونه لري ، نوموړي زیاته کړه چې باید په روغتونونو کې د میکروب ضد درملو د تجویز بر رسي وشي تر څو معلومه شي چې دغه درمل د کومې ناروغۍ په مقابل کې حساس او مقاوم دي. دوکتور نجات وویل چې د څېړنو د زیاتې ودې او پرمختګ لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون نړیوال طبي ژورنال رامنځته کړی تر څو هغه استادان چې د طب په برخه کې څېړنه کوي، څېړنیزې پایلې یې  په دغه ژورنال کې نشر شي څو نړیوال ارزښت پیدا کړي. 
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت ارشد مشاور د دغه وزارت په استازیتوب د دا ډول کنفرانسونو جوړېدل د طب په برخه کې د پر مختګ او پر ځان بسیا کېدو لپاره مهم وګڼل او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت د داسې کنفرانسونو له جوړېدو قدر داني او ملاتړ کوي نوموړي زیاته کړه د استادانو د علمي څېړنو لپاره د آسانتیاوو برابرول د دغه وزارت له مکلفیتونو څخه دي.
د کنفرانس په دوام د اړیکو او عامه پوهاوي آمر استاد صبغت الله سجاد په پوهنتون کې د هغه پرمختګونو او پراختیا په اړه چې  په وروستیو دوه کلونو کې د علمي څېړنو په برخه کې رامنځته شوي او همدا رنګه په نړیوال طبي ژورنال کې د نړۍ په کچه د استادانو د مقالو د نشر په اړه وینا وکړه او هر اړخیز معلومات یې وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې د میکروب ضد( انټي بیوټيک) درملو په مقابل کې د میکروبونو مقاومت په هېواد کې په یو ګواښ بدل شوی دی او خلک باید د دا ډول درملو له ناسمې کارونې څخه په جدي توګه ځان وساتي، چې په همدې موضوع د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو له لوري څېړنیزې مقالې وړاندې شوې چې ګډونوالو ته ډېرې په زړه پورې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS