د عامې روغتیا ماسټري آزموینې او بایومتریک خبرتیا
ټاکل شوې پنجشنبه د ۱۴۰۲ کال وږي پر ۹ د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا ماسټري پروګرام د نوماندانو بایومتریک پروسه د کابل پوهنتون په جمنازیم کې ترسره شي همدا راز د عامې روغتیا ماسټرۍ پروګرام آزموینه جمعه د روان کال د وږي پر ۱۰ په کابل پوهنتون کې واخستل شي.
ځګه نو د عامې روغتیا ماسټرۍ پروګرام ټولو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې په ټاکل شویو نېټو کې د بایو متریک پروسې او آزموینې لپاره کابل پوهنتون کې حاضر وي.
د بایومتریک پروسې نېټه: پنجشنبه ورځ د ۱۴۰۲ کال د وږي ۹
د امتحان نېټه: جمعې ورځ د ۱۴۰۲ کال د وږي ۱۰
د بایومتریک ځای: د کابل پوهنتون جمنازیوم
د امتحان ځای: کابل پوهنتون