د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مرکزګرمۍ سیسټم فعال شو
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مرکزګرمۍ سیسټم، چې له څو کلونو راهیسې غیر فعال و، د نږدې ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ستوماتولوژي تدریسي روغتون، چې د ژمي په دې سړه هوا کې د ډاکټرانو، ناروغانو او اداري دفترونو د تودولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، د مرکزګرمۍ سیسټم په فعالولو سره د دوی ستونزې حل او د روغتون روغتیایي او اداري څانګو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې د دغه روغتون د مرکزګرمۍ د بیا فعالېدو بودیجه د کابل طبي علومو پوهنتون لخوا ورکړل شوې ده.