د سترګو تدریسي روغتون په روغتیایي خدماتو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۸:۳۹
د سترګو تدریسي روغتون په روغتیایي خدماتو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د شمېرو له مخې د روان کال په تېرو دریو میاشتو کې د شاوخوا ۱۶ زره ناروغانو لپاره روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي،  دغه شمېرې ښيي چې د کال لومړۍ ربعې په پرتله چې نېږدې ۹ زره ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي وو، د پام وړ زیاتوالی څرګندوي.  

په دغه موده کې ۱۶ زره ناروغان د درملنې لپاره په یاد روغتون کې ثبت او راجستر شوي دي چې د ۵۴۴ تنو لپاره د سترګو بېلابېل عملیاتونه تر سره شوي او همدا راز د مراجعینو او ناروغانو لپاره ۱۰۲۱ جوړه عینکې توزېع شوې دي. 

د یادونې وړ ده چې د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې په یاد روغتون کې د لومړیو کلونو په پرتله د خدماتو او امکاناتو په برخه کې مثبت بدلون راغلی چې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ تنه ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د محصلانو چارو مرستیال استاد حمید الله عابد په ملتیا د پسرلني سمستر د پای آزموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د آزموینو د روڼتیا، په ټولګیو کې د آزموینو اصولو د تطبیق څرنګوالي او نظم په موخه ترسره شوه.

د پوهنتون رئیس په آزموینو کې د استادانو او کارمندانو له هڅو خوښي څرګنده کړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي د کیور روغتون له رئیس ډاکټر یوسف خان کریمي سره د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د ځواکمنتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې ډاکټر محمد هاشم ځاځي دوه اړخیزې همکارۍ اغېزمنې وبللې او ویې ویل چې په هېواد کې د طبي زده کړو د لومړني مرکز په توګه د کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کوي څو د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۳۱
Background image

یکشنبه د روان کال د چنګاښ پر ۸ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د دغه پوهنتون د رهبرۍ مسوولینو په ګډون د لا ښې همغږۍ په موخه مشورتي مجلس ترسره شو.

 په دغه مجلس کې د پوهنتون رئیس په چارو کې پر دوامداره مشورې، د سلسله مراتبو په پام کې نیول سره د مشرانو اطاعات، خپل تر امر لاندې کارمندانو ته لارښوونه او خپلو کارونو ته متوجې کولو په. . .

BACK TO NEWS