د زړه میترال دریڅې د بدلولو بریالی جراحي عملیات

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۱
عمل جراحی موفقانه تعویض دریچه میترال قلب

د کابل طبي علومو پوهنتون اړودن د سینې زړه او رګونو ناروغیو انسټيټیوټ د زړه جراحي متخصصانو د یو ناروغ د زړه میترال دريڅه په بریالي عملیات سره بدله کړه.

د زړه جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ په وینا دغه ۴۳ کلن ناروغ چې له ساه‏بندي او د زړه له ټکان څخه یې شکایت درلود دغه انسټيټیوټ ته تر مراجعې او د معایناتو ترسره کېدو وروسته، تشخیص شوه چې ناروغ له څو کلونو راهیسې د روماتیسم تبې، د شدید روماتیسم تنګي او د زړه میترال دریڅې  په دسام اخته و. نوموړي زیاته کړه چې د ناروغ د زړه دریڅه په بریالي ډول تبدیل او پر ځای یې مصنوعي دريڅه کېښودل شوه.

 همدا رنګه ډاکټر وردګ د ناروغ له ښه روغتیایي وضعیت څخه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي اباد تدریسي روغتون د لومړي ځل لپاره په دغه روغتون کې پر ناروغانو د اپيدورال انستیزي تطبیق کړه. 

د یاد روغتون په راپور کې راغلي، څو ناروغانو ته د اپيدورال انستیزي تطبیق شوه چې پایله یې مثبت او د قناعت وړ وه.

د دغه روغتون مسوولین وایي چې د اپيدورال انستیزي به پر سرطاني، اورتوپيدي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مرکزګرمۍ سیسټم فعال شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مرکزګرمۍ سیسټم، چې له څو کلونو راهیسې غیر فعال و، د نږدې ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ستومات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۵۰
Background image

د لومړي ځل لپاره د اندوسکوپي FESS په کارولو سره د سینوس جراحي عملیات بریالی ترسره شو

د کابل طبي علومو پوهنتون د سرطاني ناروغیو(آنکولوژي) د جراحي او داخله څانګې جراحانو او ډاکټرانو د غوږ، ستوني او پوزې ناروغیو متخصص ډاکټر معصوم جان منګل په همکارۍ د یو ۱۵ کلن ځوان د لومړي. . .

BACK TO NEWS