د زړه میترال دریڅې د بدلولو بریالی جراحي عملیات

IT_Director
Wed, Dec 25 2024 2:01 PM
عمل جراحی موفقانه تعویض دریچه میترال قلب

د کابل طبي علومو پوهنتون اړودن د سینې زړه او رګونو ناروغیو انسټيټیوټ د زړه جراحي متخصصانو د یو ناروغ د زړه میترال دريڅه په بریالي عملیات سره بدله کړه.

د زړه جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ په وینا دغه ۴۳ کلن ناروغ چې له ساه‏بندي او د زړه له ټکان څخه یې شکایت درلود دغه انسټيټیوټ ته تر مراجعې او د معایناتو ترسره کېدو وروسته، تشخیص شوه چې ناروغ له څو کلونو راهیسې د روماتیسم تبې، د شدید روماتیسم تنګي او د زړه میترال دریڅې  په دسام اخته و. نوموړي زیاته کړه چې د ناروغ د زړه دریڅه په بریالي ډول تبدیل او پر ځای یې مصنوعي دريڅه کېښودل شوه.

 همدا رنګه ډاکټر وردګ د ناروغ له ښه روغتیایي وضعیت څخه ډاډ ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS