د تضمین کیفیت غونډه تر سره شوه.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۹:۵۳
جلسه تضمین کیفیت دایر شد.

شنبه د روان کال د لړم پر ۲۷ د کابل طبي علومو پوهنتون د تضمین کیفیت غونډ‌ه د پوهنتون علمي چارو سرپرست مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ ترسره شوه. 

په غونډه کې د اړوندو رئيسانو او آمرینو په ګډون د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت هیت ارزونې لپاره د چمتوالي په اړه خبرې اترې وشوې.

پوهاندو امرخېل د پوهنځیو ریسانو او اړوندو ډيپارټمنټونو آمرینو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د رالېږل شوي چک لېست اړوند د خپلو فعالیتونو او اسنادونو د ترتیب په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادې ارزونې لپاره باید بشپړ چمتو والی ولرو.

د غونډې په دوام ګډونوالو خپل نظریات وړاندې کړل او لازمې پرېکړې تر سره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۱
Background image

د زړه میترال دریڅې د بدلولو بریالی جراحي عملیات

د کابل طبي علومو پوهنتون اړودن د سینې زړه او رګونو ناروغیو انسټيټیوټ د زړه جراحي متخصصانو د یو ناروغ د زړه میترال دريڅه په بریالي عملیات سره بدله کړه.

د زړه جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۹:۲۸
Background image

په تېرو ۹ میاشتو کې د زړه خلاص ۴۱ عملیاتونو تر سره کېدل 

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټيټیوټ د روان کال په ۹ میاشتو کې شاو خوا ۴۱ د زړه خلاص عملیاتونه چې PDA، VSD، ASD، Coarctation Aorta، Tetralogy of Fallot. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۹:۲۷
Background image

د میوند تدریسي روغتون د عامه پوهاوي او نشراتو له برخو څخه لیدنه وشوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون د اړیکو عامه او پوهاوي  آمر عبدالنافع ذاهد په مشرۍ د میوند تدریسي روغتون د عامه پوهاوي او نشراتو له برخو څخه لیدنه او څارنه ترسره شوه.

په دې څارنه کې هغه. . .

BACK TO NEWS