د تضمین کیفیت غونډه تر سره شوه.

IT_Director
Sun, Nov 19 2023 9:53 AM
جلسه تضمین کیفیت دایر شد.

شنبه د روان کال د لړم پر ۲۷ د کابل طبي علومو پوهنتون د تضمین کیفیت غونډ‌ه د پوهنتون علمي چارو سرپرست مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ ترسره شوه. 

په غونډه کې د اړوندو رئيسانو او آمرینو په ګډون د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت هیت ارزونې لپاره د چمتوالي په اړه خبرې اترې وشوې.

پوهاندو امرخېل د پوهنځیو ریسانو او اړوندو ډيپارټمنټونو آمرینو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د رالېږل شوي چک لېست اړوند د خپلو فعالیتونو او اسنادونو د ترتیب په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادې ارزونې لپاره باید بشپړ چمتو والی ولرو.

د غونډې په دوام ګډونوالو خپل نظریات وړاندې کړل او لازمې پرېکړې تر سره شوې.