د تخصص بشپړولو برنامې د نوم لیکنې خبرتیا!

IT_Director
اطلاعیه ثبت نامه برنامه اکمال تخصص!

د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست د  ظرفیت لوړونې آمریت د طبي ډاکټرانو د عمومي داخلې، عمومي جراحي دسپلینونو او ستوماتولوژي مختلفو ډيپارټمنټونو د تخصص بشپړولو تریني بستونه د آزموینو ملي ادارې له لوري د آزادو سیالیو په ډول اعلان ته سپارلي دي. له ټولو هغو ډاکټرانو څخه چې د طبي شورا په آزموینه کې یې ګډون کړی وي، هیله کېږي چې د نوم لیکنې لپاره د آزموینو ملي ادارې ویب سایټ ته مراجعه وکړي.
د یادولو وړ ده، هغه ډاکټرانو چې له  ۱۳۹۷ کال مخکې یې د طبي شورا په آزموینه کې ګډون نه دی کړی، کولای شي د نوم لیکنې فورم د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست ظرفیت لوړونې له آمریت څخه تر لاسه کړي. نوم لیکنه په آنلاین ډول د ۱۴۰۳ کال د غویي له ۸ نېټې څخه پیل او د غبرګولي تر ۱۷ نېټې پورې دوام لري.

د نوم لیکنې لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ.
د کابل طبي علومو پوهنتون د تخصص بشپړولو پروګرام آزموینې د نوم لیکنې لېنک

https://nexa.gov.af/fa/codes-and-forms

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

اطلاعیه!

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ امریت په پام کې لري چې د پوهنځیو محصلانو تر منځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره کړي. په همدې اساس له ټولو محصلانو غوښتنه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۰:۲۵
Background image

خبرتیا!د طب او ستوماتولوژي پوهنځيو د اګزيټ ازمویني په اړه د پوهاوي يو ورځنی سمينار.

په دې سیمینار کې به د لاندې موضوعاتو په اړه لارښوونه وشي:
      1. په پاتې وخت کې کومې برخې تکرار (مرور) کړو؟
      2. څنګه پوښتنې حل او خانه‌پوري کړو، تر څو له عامو تېروتنو څخه مخنیوی . . .

Back to announcements