د بغلان ولایت سیلاب ځپلو سیمو ته یو مجهز روغتیایي پلاوی ولېږل شو.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳
یم صحی جهت کمک رسانی به سیلاب زدگان به ولایت بغلان سفر کرد

د لوړو زده کړو وزارت د محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په ځانګړې لارښوونه  او د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات تر  مشرۍ لاندې شمالي ولایتونو کې په خاص ډول د بغلان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو وګړو سره د لازمو روغتیایي مرستو لپاره دغه ولایت ته یو مجهز پلاوی ولېږل شو.

دغه روغتیايي ټیم چې په رأس کې یې د میوند تدریسي روغتون ریس دوکتور سیدالرسول منګل قرار لري،  په بېړنیو حالاتو کې د ټپیانو د انتقال او درملنې لپاره پر امبولانس او درملو مجهز دی چې په مختلفو سیمو کې به له سېلاب ځپلو سره مرسته کوي.

ټاکل شوې سیمې ته به د کابل طبي علومو پوهنتون له تدریسي روغتونونو څخه نور روغتیایي ټيمونه هم و استول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال رهبري شورا لومړۍ ناسته د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د شورا غړیو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس د ۱۴۰۴ کال فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته رواړنو ته اشاره وکړه او د پوهنتون او روغتونونو د مسولینو او کارمندانو له ريښتینو هڅو او زیار څخه چې خپل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو،

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ او د علي‌آباد تدريسي روغتون مسؤلینو، استادانو او ټاکل شوې کمېټې د غړیو په ګډون د علي‌آباد تدريسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع. . .

BACK TO NEWS