حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۱:۱۲
حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت

د روان ١٤٠١ هـ ش کال د جوزا میاشتې په اوه مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ښځینه استادانو او محصلینو د « حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت» تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي حجاب څخه ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې ددغه پوهنتون د ښځينه څانګې رئیسې پوهنوال زبیده انوري ژواک د حجاب د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: حجاب انتخاب نه، بلکې يو الهي امر دى او د هغې رعايت کول په هرې مسلمانې ښځې فرض دي.

هغه زیاته کړه: حجاب مصونیت دی او د مسلمانو ښځو د شخصیت او وقار سبب ګرځي.

د غونډې په بله برخه کې پوهنوال اونیبا صیقل د اسلامي ثقافت د څانګې استادې د حجاب د شرايطو په اړه له اسلامي نظره خبرې وکړې او معلومات يې وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اداري شورا ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته چې د روان ١٤٠١ هـ ش کال د سرطان میاشتې په ٢٩ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د رییس دوکتور فضل الرحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه، د اجندا سره سم په یو شمیر مهمو موضوعاتو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو کمېټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۳/۱۱/۱۴)

د نشراتو کمېټې میاشتنۍ ناسته د دې کمېټې د غړو په ګډون د علمي مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخیل په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اجنډا له مخې، د پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS