حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت

IT_Director
Sun, May 29 2022 11:12 AM
حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت

د روان ١٤٠١ هـ ش کال د جوزا میاشتې په اوه مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون ښځینه استادانو او محصلینو د « حجاب خوندیتوب دی، نه محدودیت» تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي حجاب څخه ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې ددغه پوهنتون د ښځينه څانګې رئیسې پوهنوال زبیده انوري ژواک د حجاب د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: حجاب انتخاب نه، بلکې يو الهي امر دى او د هغې رعايت کول په هرې مسلمانې ښځې فرض دي.

هغه زیاته کړه: حجاب مصونیت دی او د مسلمانو ښځو د شخصیت او وقار سبب ګرځي.

د غونډې په بله برخه کې پوهنوال اونیبا صیقل د اسلامي ثقافت د څانګې استادې د حجاب د شرايطو په اړه له اسلامي نظره خبرې وکړې او معلومات يې وړاندې کړل.