د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رییس له علي آباد تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۴
د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رییس له علي آباد تدریسي روغتون څخه ليدنه وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاکټر مفتي اسدالله نجات د روان ۱۴۴۵ کال د صفرالمظفر پر ۲۸ د علي آباد تدریسي روغتون له مختلفو برخو څخه د ليدنې تر څنګ د ناروغانو پوښتنه هم وکړه.

د غه نظارت چې د روغتون ستونزو ته د څېړنې او رسیدګۍ په موخه تر سره شو، په یاد روغتون کې د مسوولینو لخوا د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول چې د پوهنتون سرپرست د ستونزو له اورېدلو وروسته د یادو ستونزو د ژر تر ژره له منځه وړلو او حل ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې علي آباد تدریسي روغتون د طبي پوهنتون له تاسیس سره هم مهاله رامنځته شوی او نيږدې یوه پېړۍ کېږي چې د ډاکټرانو په روزنه او هېوادوالو ته د صحي خدماتو وړاندې کولو برخه کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۵۸
Background image

.

کابل طبي علومو پوهنتون، ستوماتولوژي تدریسي روغتون چې د ناروغانو د زیاوالي له امله د مصرفي توکو له کمښت سره مخ و، د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون له بودیجې څخه د غاښونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د بطني ځنډنۍ تروما (د ځیکردرېیمې درجې او پوښتورګو پنځمې درجې) جراحي عملیات بریالی ترسره شو

د کابل ولایت اوسېدونکی یو ۲۴ کلن ځوان چې په یوه پېښه کې یې د ګېډې پر یوه برخه شدید ټپي شوی و، علي آباد تدریسي روغتون ته انتقال، له معایناتو او تشخیص وروسته یې د بطن جراحي او د بطن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۴
Background image

.

کابل طبي علومو پوهنتون د ياد پوهنتون استادانو، محصلانو او کارمنداو ته د پاکو اوبو برابرولو په موخه د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت څلور پایې د اوبو پاکولو ماشینونه اخیستي او د پوهنتون اړونده. . .

BACK TO NEWS