.
کابل طبي علومو پوهنتون، ستوماتولوژي تدریسي روغتون چې د ناروغانو د زیاوالي له امله د مصرفي توکو له کمښت سره مخ و، د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون له بودیجې څخه د غاښونو ۱۳۹ قلمه مصرفي توکو په اخیستلو، اکمال کړل.
ستوماتولوژي تدریسي روغتون چې د ځوانو ډاکټرانو د روزنې تر څنګ د غاښونو په برخه کې ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي، د مراجعینو شمېر یې پدې وروستیو کې زیات شوی چې د یادو مصرفي توکو په اخیستلو سره به د روغتون ستونزې حل شي.