کابل طبي علومو پوهنتون د « ترافیکي پېښو له امله د مغز په زیانمنېدو کې دکموالي رول» تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي – علمي ورکشاپ د پوهنتون رهبري هیئت، اعصابو جراحي متخصصانو، استادانو او روغتیایي بنسټونو د استازو په حضور ترسره کړ.

د دغه ورکشاپ اصلي موخه په ترافیکي پېښو کې د مغزي زیانونو د خطرونو او له دغه پېښو څخه د مخنیوي لارو چارو په اړه د پوهاوي کچې په ځانګړي ډول موټرلرونکو او عامو خلکود پوهې لوړول و.
د یاد پروګرام په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د انسان د روغتیا د اهمیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې په اسلام کې د ځان ساتنه یو له مهمو ارزښتونو څخه دی او د اسلام دین تل د ځپل ځان او نورو خلکو د روغتیا ساتلو توصیه کړې ده. د پوهنتون رئیس د دغه پروګرم له جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ په پوهنتون او ټولنه کې د پوهاوي دا ډول پروګرامونو د پراختیا او زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
د پروګرام په دوام د مغز او اعصابو متخصصانو او جراحانو د بېلابېلو موضوعاتو لکه: مغزي زیانونو رامنځته کېدلو، د فرد او ټولنې لپاره د هغه پایلو، محافظتي خولۍ او کمر بند، ترافیکي قوانینو مراعاتولو په اړه خبرې وکړې.
د پروګرام په وروستیو کې د افغانستان د اعصابو جراحي څانګې لس تنه مخکښ متخصصانو ته د کلونو کلونو علمي او تخصصي ارزښتناکو خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر ستاینلیکونه ورکړل شول.