کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن هغه غوره محصلان چې په علمي، رقابتي سیالیو او د تحصیلي بهیر په آزموینو کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل.
په دغه مراسمو کې د یاد پوهنتون یو محصل چې د اکزېټ په آزموینه کې یې د افغانستان په کچه دویم مقام او همدارنګه درې تنه محصلان چې د فارمکولوژي مضمون په رقابتي آزموینه کې یې لومړي درې مقامونه، د پوهنتون په کچه درې تنه نور محصلان چې د پسرلني سمستر په آزموینو کې یې لومړي مقامونه تر لاسه کړي وو او د پنځو بېلابېلو پوهنځیو ۹۳ تنه غوره محصلان چې لومړي دویم او درېیم مقامونه یې ترلاسه کړي وو؛ وستایل شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابو الفیضان غوره محصلانو ته د دغه بریالیتوب مبارکي وویله او د محصلانو د مسوولیتونو او الهي احکامو په عملي کولو کې یې د هغوی د اهمیت په اړ خبرې وکړې. نوموړي د لا زیاتو هڅو، ژمنتیا، په تحصیلي مسیر کې د مسوولیت منلو او کامیابۍ په ترلاسه کولو ټينګار وکړ.
د غونډې په دوام یو شمېر نورو ویناوالو هم ویناوې وکړې او د محصلانو له لوري په علمي برخو کې د غوره مقامونو او لویو ویاړونو د ترلاسه کولو له امله یې خوښي څرګنده کړه.
دغه مراسم غوره محصلانو ته د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسېدل او د محصلانو لپاره یې د ویاړ، هڅونې، لېوالتیا او سالم علمي رقابت فضا رامنځته کړه.
