په علي آباد تدریسي روغتون کې د مغز تومور جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره شو
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د یو ۲۲ کلن ناروغ په سر کې د یو ډول مغزي تومور جراحي عملیات د اعصابو جراحي ډاکټرانو او متخصصانو له لوري په بریالي ډول تر سره شو.
د اعصابو حراجي برخې متخصص ډاکټر محمد باقر سعیر وایي چې دغه ناروغ اته کاله وړاندې له هېواد څخه بهر عملیات شوی و او اوس یې د مغز تومور بیا وده کړې وه چې تر لازمو معایناتو وروسته عملیات شو او اوس مهال یې روغتیایي وضعیت ښه دی.
د یادونې وړ ده چې په علي آباد تدریسي روغتون کې د مغز تومورونو بریالي عملیاتونه په جراحي برخه کې د پام وړ پرمختګونو څرګندویي کوي.