له سویسي ډاکترانو سره د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس لیدنه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۱:۱
له سویسي ډاکترانو سره د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس لیدنه

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له سویس هېواد څخه راغلو ډاکترانو سره لیدنه وکړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتی اسدالله نجات له سویس هېواد څخه د راغلو جراحو ډاکترانو ټیم سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې ترڅنګ د زړه په خلاصو عملیاتونو او ځینو  نورو مهمو موضوعات هم بحث وکړ.

په پیل کې دوکتور مفتی اسدالله نجات دغه ټیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: چې د دوی راتګ او له افغاني ډاکترنو سره په ګډه د زړه خلاصو عملیاتونو ترسره کول؛ د ډاکترانو په ظرفیت لوړونه او د ګډو تجربو په شریکولو کې موثر اقدام دی.

 همداراز پروفیسور ډاکتر پال رابرت فوګت وویل له دې چې دوی ته په صدري او قلبي وعایي ناروغیو انستیتیوت کې په مشترک ډول د زړه عملیاتونو زمینه برابره شوې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دوی به دغه ډول همکاریو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده، دغه د زړه جراحو ډاکترانو ټیم چې د ایروآشیا فونډیشن او سویس کراس موسسې په منځګړي توب او له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ راغلي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند صدري او قلبي وعایي ناروغیو انستیتیوت کې د زړه بېلابېل علمیاتونه ترسره کړي.

دغه د زړه خلاصو عملیاتونو لړۍ چې له څو ورځو راهیسې پیل شوې دوه ورځې به نور هم دوام ولري، او بېلابېل د زړه اړوند پېچلي عملیاتونه لکه PDA, ASD  او VSD به پکې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د طب پوهنځي ۸۳ تنه محصلانو د فراغت غونډه د لوړ پوړو چارواکو په حضور تر سره شوه 

نن سه شنبه د روان کال د ثور میاشتې پر ۲۵ د کابل طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د نظري دورې فراغت غونډه د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې تر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳
Background image

د بغلان ولایت سیلاب ځپلو سیمو ته یو مجهز روغتیایي پلاوی ولېږل شو.

د لوړو زده کړو وزارت د محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په ځانګړې لارښوونه  او د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات تر  مشرۍ لاندې شمالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د لا پیاوړتیا لپاره هوډ او عملي هڅې!

د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت سرپرست مرستیال او ورسره پلاوي د دغه پوهنتون له اړونده پوهنځیو او طبي زده کړو پراختیا ریاست څخه د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د. . .

BACK TO NEWS