د طب پوهنځي ۸۳ تنه محصلانو د فراغت غونډه د لوړ پوړو چارواکو په حضور تر سره شوه 

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴۰
محفل فراغت دوره نظری ۸۳ تن محصل پوهنځی طب با حضور مقامات عالی رتبه برگزار شد

نن سه شنبه د روان کال د ثور میاشتې پر ۲۵ د کابل طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د نظري دورې فراغت غونډه د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې تر سره او د دغه پوهنځي له ممتازو محصلانو هم ستاینه وشوه. 

 د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد عطا الله فیضي لوړ پوړو چارواکو، استادانو، محصلانو او مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او د استادانو له زیار څخه چې د ډاکټرانو په روزنه کې یې رغنده ونډه لرله، خوښي څرګنده کړه او محصلانو ته یې د فراغت مبارکي ورکړه.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیت مولوي ندا محمد ندیم محصلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې د طب علم د انسان له روغتیا سره تړاو لري او د طبابت علم د پراختیا لپاره استادان، محصلان او د دغې برخې ټول مسوولین مسوولیت لري چې په دغه برخه کې هڅه اوزیار وباسي تر څو په هېواد کې طبابت وده وکړي. مولوي ندیم د طبابت علم د ډاکټرانو پر اوږو یو امانت و ګڼلو او له دوی څخه یې و غوښتل چې د شریعت مطابق خپل مسوولیت تر سره او د ملت لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

د کور او ښارجوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل چې الله(ج) انسان ته ټول نعمتونه ورکړي چې له هغو څخه یو یې علم په ځانګړي ډول د طب علم دی چې د انسانانو په روغتیا کې اساسي ونډه لري. نوموړي له محصلانو څخه وغوښتل څو د الله(ج)، ملت او نظام پر وړاندې خپل مسوولیت په اخلاص او ريښتینولۍ تر سره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د علم د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي څو په هېواد کې تحصیلي بنسټونو ته لا زیاته وده او پراختیا ورکړي او په ټولو تحصیلي برخو کې پرمختګ او پراختیا ته ژمن دی. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب وویل چې طب د تحصیلي برخې یوه مهمه څانګه ده  او دا چې روغتیا د ټولنې اړتیا ده، له بلې خوا په هېواد کې امنیت، آزادي او هوساینه تأمین شوې ده، د طبابت او روغتیا برخې د پر مختګ لپاره زمینه برابره شوې ده او له دغه امکاناتو څخه باید ګټه واخیستل شي. 

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات  مېلمنو ته د ښه راغلاست او فارغو محصلانو ته د مبارکۍ تر څنګ د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې دغه پوهنتون هڅه کوي ترڅو په پوهنتون او تدریسي روغتونونو کې د اړتیا وړ برنامې رامنځته کړي. همدا رنګه نوموړي په طبي برخه کې د ابو علي ابن سینا خدمتونو او نوښتونو ته اشاره وکړه او له محصلانو یې وغوښتل څو نوموړي خپله الګو وګرځوي.
  
په دغه محفل کې د استادانو په استازيتوب پوهاند دوکتور اېمل شکیب او د محصلانو په استازیتوب احمد یاسر خبرې وکړې.

د مراسمو په پای کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي علومو پوهنتون له لوري ترتیب شوې تصدیق پاڼې او ډالۍ فارغو محصلانو ته ور کړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د اداري کارمندانو د دیني درسونو د آزموینې پایلو د اعلان غونډه د دغه پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په حضور ترسره شوه. په دغه ناسته کې هغه کارمندان چې لوړې نمرې یې ترلا

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د اداري کارمندانو د دیني درسونو د آزموینې پایلو د اعلان غونډه د دغه پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د وردګو ولایت اوسېدونکی یو ۳۰ کلن ناروغ د لاندینۍ ژامې په ښي اړخ کې د یوې لویې کتلې درلودلو له امله چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې بستر و؛ له معایناتو وروسته یې د Segmental Resection of Mandible جراحي عملیات په بریالیتوب تر

د وردګو ولایت اوسېدونکی یو ۳۰ کلن ناروغ د لاندینۍ ژامې په ښي اړخ کې د یوې لویې کتلې درلودلو له امله چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې بستر و؛ له معایناتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۶
Background image

د هېواد پوهنتونونو د محصلانو تر منځ د لوړو زده کړو وزارت له لوري د حسن قرائت او حفظ سیالۍ ترسره کېږي چې د هر پوهنتون څخه دوه کسان به پکې ګډون کوي.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو چارو معاونیت د دغه پوهنتون د د بېلابېلو پوهنځیو د ګڼ شمېر محصلانو  د حسن قرائت، تجوید قواعدو او قرانکریم د حفظ کچې څرنګوالي او. . .

BACK TO NEWS