د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي برخې ډاکټرانو د ملا بيرونۍ برخه کې د نخاعي تومور لرې کولو یو نادر او پېچلی جراحي عملیات بریالی ترسره کړ.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۲۶
داکتران بخش جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل با موفقیت یک عمل جراحی نادر و پیچیده را برای برداشتن یک تومور نخاعی در ناحیه کمری-خاجی ((Lumbosacral spinal cord tumor)) انجام دادند.

مغز او اعصابو جراحي متخصص او ټرېنر ډاکټر رحمت الله صلاح نورزي په وینا؛ ۲۲ کلن ناروغ چې د کابل ولایت اوسېدونکی و، له ډېرې مودې راهیسې د ګرځېدو پر مهال د کمزورتیا، د پښو غړیو په کنټرول کې له ستونزو او شدید درد څخه کړېده، له کره او بشپړ معایناتو وروسته یې د ملا  L1 تر S3 مهرو د نخاع په اوږدو کې یو غیر عادي او نسبتاً لوی تومور تشخیص شو. دغه تومور په یو بریالي عملیات سره، پرته له دې چې نخاع ته زیان ورسېږي په بشپړ ډول لرې کړل شو.  

ډاکټر نورزي زیاته کړه چې د هیستوپاتولوژي پایلو پر اساس د تومور ډول Myxopapillary Ependymoma و چې د روغتیا نړیوال سازمان د طبقه بندۍ اړوند د لومړۍ درجه  (WHO Grade 1) تومورونو په کتار کې راځي.

ناروغ له عملیات وروسته د څارنې دورې له تېرېدو وروسته د خپلو پښو حرکت ځواک لاسته راوړ او د ډاډ وړ روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ د کابل طبي علومو پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د پوهنتون ستراتيژيک پلان اړوند اساسي او مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو. 

د ناستې په اصلي موضوعاتو کې لوړو زده کړو وزارت ته د ستراتيژیک پلان د نظارت راپور لېږلو بهیر، له دغه پلان څخه د نظارت کلني راپور ترتیب او د پوهنتون نوي پنځه کلن ستراتيژيک پلان د مسودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي برخې ډاکټرانو د ملا بيرونۍ برخه کې د نخاعي تومور لرې کولو یو نادر او پېچلی جراحي عملیات بریالی ترسره کړ.

مغز او اعصابو جراحي متخصص او ټرېنر ډاکټر رحمت الله صلاح نورزي په وینا؛ ۲۲ کلن ناروغ چې د کابل ولایت اوسېدونکی و، له ډېرې مودې راهیسې د ګرځېدو پر مهال د کمزورتیا، د پښو غړیو په کنټرول کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

....

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د سترګو ډيپارټمنټ علمي کادر غړیو به تېرو دریو کلونو کې څلور عنوانه تخصصي کتابونه ژباړلي او ۱۶ علمي مقالې یې لیکلي دي چې له ډلې یې څلور. . .

BACK TO NEWS