د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي برخې ډاکټرانو د ملا بيرونۍ برخه کې د نخاعي تومور لرې کولو یو نادر او پېچلی جراحي عملیات بریالی ترسره کړ.

IT_Director
Tue, Jul 15 2025 3:26 PM
داکتران بخش جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل با موفقیت یک عمل جراحی نادر و پیچیده را برای برداشتن یک تومور نخاعی در ناحیه کمری-خاجی ((Lumbosacral spinal cord tumor)) انجام دادند.

مغز او اعصابو جراحي متخصص او ټرېنر ډاکټر رحمت الله صلاح نورزي په وینا؛ ۲۲ کلن ناروغ چې د کابل ولایت اوسېدونکی و، له ډېرې مودې راهیسې د ګرځېدو پر مهال د کمزورتیا، د پښو غړیو په کنټرول کې له ستونزو او شدید درد څخه کړېده، له کره او بشپړ معایناتو وروسته یې د ملا  L1 تر S3 مهرو د نخاع په اوږدو کې یو غیر عادي او نسبتاً لوی تومور تشخیص شو. دغه تومور په یو بریالي عملیات سره، پرته له دې چې نخاع ته زیان ورسېږي په بشپړ ډول لرې کړل شو.  

ډاکټر نورزي زیاته کړه چې د هیستوپاتولوژي پایلو پر اساس د تومور ډول Myxopapillary Ependymoma و چې د روغتیا نړیوال سازمان د طبقه بندۍ اړوند د لومړۍ درجه  (WHO Grade 1) تومورونو په کتار کې راځي.

ناروغ له عملیات وروسته د څارنې دورې له تېرېدو وروسته د خپلو پښو حرکت ځواک لاسته راوړ او د ډاډ وړ روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS