د کابل طبي علومو پوهنتون او ترکیې هېواد د همکاریو او همغږۍ بنسټ تر منځ د ګډو همکاریو په موخه د ټیکا بنسټ رئيس فاضل اکن اوردغان د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» له رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان سره لیدنه وکړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه بنسټ استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان تحصیلي نظام ډېر زیانمن شوی او تل د یاد سیستم د بیا رغونې لپاره هڅې شوې دي.
د ټیکا (Tika) بنسټ رئيس فاضل اکن اوردغان له افغانستان سره د وروستیو ۲۰ کلونو همکاریو ته په اشارې سره وویل چې له پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو سره همکارۍ یې په کاري لومړیتوبونو کې دي او له کابل طبي علومو پوهنتون سره د همکاریو ژمنه یې وکړه.
له لیدنې وروسته د ترکیې هېواد د همکاریو او همغږۍ آژانس (Tika) استازو د علي آباد تدریسي روغتون رفقي بېګ سناتوریم څخه چې له افغانستان سره د دغه هېواد د دوامداره همکاریو څرګندويي کوي لیدنه وکړه