د کابل طبي علومو پوهنتون "ابوعلي ابن سینا" اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون په تېرو درېیو کلونو کې له ۴ زره زیات د نسايي ولادي تخصصي بریالي عملیاتونه  ترسره کړي دي. 

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۳:۳۸
شفاخانه تدریسی نسایی ولادی پوهنتون علوم طبی کابل"ابوعلی ابن سینا"در سه سال گذشته بیش از چهار هزار عمل جراحی تخصصی نسایی و ولادی را با موفقیت انجام داده است.

په دغه موده کې د یاد روغتون ډاکټرانو او متخصصانو ټیم د بېلابېلو جراحي عملیاتونو لکه: نورمال زېږون، سزارین عملیاتونه، له زېږون وروسته ترمیمونه او د روغتیا اړوند تخصصي جراحۍ په اغېزناک او مسلکي ډول مدیریت کړي دي. 

یادې شمېرې د ظرفیت لوړوالي او په هېواد کې د میندو او ماشومانو روغتیا ساتلو په برخه کې د روغتون له لوري د کیفیت لرونکو خدماتو وړاندې کولو څرګندويي کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۲:۱۷
Background image

په تېرو درېیو کلونو کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړوالي او ناروغانو د درملنې او تشخیص بهیر د چټکتیا په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې

په تېرو درېیو کلونو کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړوالي او ناروغانو د درملنې او تشخیص بهیر د چټکتیا په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۱۴
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د کیور روغتون له رئیس ډاکټر یوسف خان کریمي سره د دوستانه او دوه اړخیزو  اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې. 

په دغه لیدنه کې د پوهنتون رئیس دوه اړخیزې همکارۍ اغېزناکې وبللې او ویې ویل چې د کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کړې څو د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړونې او ملاتړ زمینه برابره کړي.

له بلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

نن سه شنبه د روان کال زمري میاشتې پر ۱۴ نېټه مفتي سید جمال آغا د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او فضل هادي صدیقي د نرسنګ پوهنځي رئیس په توګه رسماً د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او کارمندانو ته ور و پېژندل شو.

د پېژندنې په مراسمو کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان نویو مسوولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ په ور سپارل شویو دندو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د. . .

BACK TO NEWS