د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او بطني آنکولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۵ کلن ناروغ د کيڼ ادرنال (Left Adrenalectomy) غدې تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.   

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۵۰
عمل جراحی برداشت تومور بزرگ غده ادرنال چپ (Left Adrenalectomy) بیمار ۳۵ ساله توسط داکتران دیپارتمنت جراحی بطنی و آنکالوژی بطنی شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل«ابو علی ابن سینا» با موفقیت انجام شد. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمد عمر امیري وایي چې ناروغ له دوه کلونو را هیسې د کيڼ اړخ درد، د زړه ټوپ وهلو، زیات خولې کېدلو او سردرد څخه شکایت درلود. له بشپړ معایناتو او لازمو ارزونو وروسته د ناروغ د کيڼ ادرنال (Left  Adrenal PheoChromoCytoma) په غده کې د (۸×۷×۵) سانتي مترو په اوږدوالي تومور تشخیص شو او د دغه ډول تومور وظیفوي ماهیت او رامنځته کېدونکو خطرونو ته په کتو سره یې د جراحي عملیات ترسره کېدو پرېکړه وشوه چې تر عملیات وروسته د پتالوژي ډيپارټمنټ له لوري د کتل شوې نمونې راپور هم د (Benign Pheochromocytoma) تومور تایید کړ.

د یادولو وړ ده چې له عملیات وروسته د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی او له څلور ورځې بستر وروسته د نورمال روغتیايي حالت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او بطني آنکولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۵ کلن ناروغ د کيڼ ادرنال (Left Adrenalectomy) غدې تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.   

د دغه ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمد عمر امیري وایي چې ناروغ له دوه کلونو را هیسې د کيڼ اړخ درد، د زړه ټوپ وهلو، زیات خولې کېدلو او سردرد څخه شکایت درلود. له بشپړ معایناتو او لازمو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۸
Background image

په افغانستان کې د سرطاني ناروغيو د شعاع او درمنلې ملي مرکز

په افغانستان کې د سرطاني ناروغيو د شعاع او درمنلې ملي مرکز چې په علي آباد تدريسي روغتون کې يې د جوړېدو بنسټ ډبره اېښودل شوې ده، د ا.ا.ا له راتګ وروسته يې په ټپه درېدلې چارې بېرته پيل او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتونون د ۵۰ تنو ټرېني ډاکټرانو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، روغتیايي مؤسسو چارو او محصلانو چارو مرستیالانو،

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتونون د ۵۰ تنو ټرېني ډاکټرانو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي. . .

BACK TO NEWS