د کابل ابو علی ابن سینا طبي علومو په پوهنتون کې د کارمندانو د کړنو ارزونې د نوی تګلاری په اړه ورکشاپ جوړشو

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۰:۱۳
تدویر ورکشاپ آموزشی کارشیوۀ جدید ارزیابی اجراآت کارکنان در پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن‌سینا

دا ورکشاپ د سه شنبې په ورځ ( 12 د کب 1399 کال) د کابل ابو علی ابن سینا طبی علومو پوهنتون د بشري سرچینو آمریت لخوا د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ په علمي کنفرانس (1) شمیره تالار کې د پوهنتون او اړونده تدریسی روغتونو د کارمندانو لپاره جوړ شو. په ورکشاپ کې د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رئیس ښاغلی پوهاند ډاکټر وحیدالله مومند، سید عمران فضلی مالی او ادارې مرستیال، د څانګو آمرینو، او د پوهنتون او تدریسی روغتونونو لوی شمیر کارمندانو برخه اخیستې وه.

د کابل ابو علی ابن سینا طبی علومو پوهنتون رئیس د دې ورکشاپ په لاره اچولو څخه مننه وکړه او په دفتر کې د کارمندانو د ایماندارۍ، ژمنتیا، مسؤلیت، حساب ورکونې، روڼتیا او انسجام د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او وی ویل چې په ریښتینې توګه د دندی ترسره کول او خلکوته خدمت کول د انسان په کاری ژوند کی مهم اصول دی چې اسلام پدې ډیر ټینګار کړی دی. هغه د دې ورکشاپ جوړول په پوهنتون کی د کاری چارو د ښه والی لپاره مهم او مؤثره وبلل.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیتونو لوړولو ښوونکي ښاغلي عبیدالله مولایی د ملکي خدمتونو د کړنو ارزونې د نوی تګلاری په اړه د ورکشاپ ګډونوالو ته د چمتو شوی پریزنتیشن په مرسته معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۸:۵۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علی ابن سینا»  محصلانو د ۱۴۰۴ کال  خزاني (وروستي)  سمستر  آزموینې  پای ته ورسېدې.

دغه آزموینې د لوړو زده کړو وزارت له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د پوهنتون ټولو پوهنځيو او ډيپارټمنټونو له محصلانو څخه په منظم، شفاف او معیاري چاپیریال کې واخیستل شوې. 

د یادولو وړ ده چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۸:۵۶
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوت کې د جراحي او درملنې خدماتو د ودې او ښه والي په موخه د اکرمي خیریه بنسټ په همکارۍ د ۳۸۲ زره او اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي ټکنالوژۍ انجنیري ډيپارټمنټ د روان کال له پیل راهیسې د دغه پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو ۴۴ پایې ماشینونه او طبي تجهیزات ترمیم کړي دي. 

په دغه طبي وسایلو کې الکترولات، د عملیات مېز، ۳۰۰ موډل مایکرولب، د انستیزي، اکسرې ماشین ، CBC ، الکتروکتر، د ناروغ د حیاتي نښو مانیتور (Patient Monitor)، د اکسیجن ، ACG او Warmer. . .

BACK TO NEWS