د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړیو لپاره د څېړنې لارښود اړوند ورکشاپ دایرول

IT_Director
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۹:۵۶
تدویر ورکشاپ آموزشی

د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې (دلو) میاشت په ۲۰ نېټه د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړاوي لپاره د نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) په ملاتړ د علمي څېړنو د آمریت له لوري ورکشاپ دایر شو. دا ورکشاپ د یاد پوهنتون د علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل په وسیله پرانیستل شو.

د طبي علومو پوهنتون علمي معاون د دې ورکشاپ دایرول د ټولو ګډونوالو د علمي او څېړنیزې پوهې د ودې او پراختیا لپاره اړین او ګټور وباله او داسې ټینګار یې وکړ، چې د څېړنې د کړنلارې او میتودولوژۍ پر پوهېدو سربېره د څېړونکو لپاره د ارقامو پوهه او ارزونه هم یو اړین او اساسي مورد بلل کېږي.

همدارنګه ښاغلي پوهاند امرخېل د دې ورکشاپ د دایرولو په برخه کې د نړۍ د روغتیایي سازمان (WHO) له ملاتړ څخه مننه وکړه او د طبي علومو له پوهنتون سره د یاد سازمان له مرستو او اکادمیک ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

همدارنګه د طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو آمر ښاغلي پوهاند ډاکتر عبدالواسع سلطاني د یاد کنفرانس په اړه ټولو ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: ټول هغه موارد چې د علمي څېړنیزې مقالې د لیکلو لپاره اړین دي هغه به په دې ورکشاپ کې بحث او تدریس شي.

په دې ورکشاپ کې د یاد پوهنتون ۶۰ تنه علمي کادرونو ګډون کړی او د درې اونیو لپاره دوام کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۴۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۳:۵۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۳:۳۳
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند میوند تدريسي روغتون د غوږ، ستوني او پوزې  په څانګه کې د Sino-Nasal Cavernous Hemangioma په نوم د وعایي تومور د لرې کولو جراحي عملیات د Facial Degloving Approach  په طریقه ترسره شو.

ناروغ چې ۳۷ کلن او د کندز ولایت اوسېدونکی دی، د پوزې د مزمن بندښت او له پوزې څخه د پرله‌پسې وینې بهېدو له امله، چې شاوخوا اووه کاله یې دوام درلود، روغتون ته مراجعه کړې وه. د تشخیصي. . .

BACK TO NEWS